پۀ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترکیه کې کرونا ویروس ۲۳۶ تنه وژلي دي

پۀ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترکیه کې کرونا ویروس ۲۳۶ تنه وژلي دي
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۳۶۱ زره او ۱۶۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۳۱۲۴۸ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
(2021 / 10 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۳۶۱ زره او ۱۶۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۳۱۲۴۸ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۳۳۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي.
د ویلو ده چې ياد په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په دغۀ هیواد کې ۱۱۳ میلیونه ۱۸۳ زره او ۳۰۰ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.






