د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د انجونو او هلکانو یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو.

0
205

د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د انجونو او هلکانو یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس شو.

30 اپریل یک‌شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د لوګر ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د هیرګڼه په کلي کې د محمدي په نوم د هلکانو او نجونو یو نوی لومړنی ښوونځی تاسیس او د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوه.

 

یاد ښوونځی د سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت تر منظورۍ وروسته تاسیس شوی ده.

 

د نوموړی ښوونځی په تاسیسولو سره شاوخوا ۳۰۰ هغو ماشومانو ته، چې پخوا یې زده‌کړو ته لاس رسی نه درلود د زده‌کړو زمینه برابره شوه.

 

د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د یادې سیمې اوسېدونکو ته د ښوونځی د تاسیسېدو مبارکي وویله او په تاسیس شوي ښوونځی کې يې ترې د ماشومانو د شاملولو غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

د لوګر محمدآغې ولسوالۍ کې د یو باب CHC کلینیک د الحاقیه ودانۍ د تعمیر چاری پیل شوې.

 

د لوګر په خروار ولسوالۍ کې دا مهال د یوو خصوصي ښوونځی په ګډون ۱۲ ښوونځي شتون لري، چې په کې د ۵ زرو په شاوخوا کې زده کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

Leave a reply