امام علي رحمان او ماکرون د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي

امام علي رحمان او ماکرون د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي
د راپورونو له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د فرانسې په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی و او هلته یې له ایمانویل مکرون سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
(2021 / 10 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د راپورونو له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د فرانسې په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی و او هلته یې له ایمانویل مکرون سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
مکرون په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د ثبات د راوستو لپاره له تاجکستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به په دې اړه اړیکې دوام کوي.
همدا راز فرانسوي لوري ټینګار کړی چې له افغانستان تاجکستان ته د خطر متوجه په صورت کې له دغه هېواد سره مرسته کوي او خپلې همکارۍ نه سپموي.
تاجکستان او فرانسه تر ډېره په افغانستان کې د احمد مسعود په مشرۍ د ماتې شوې مقاومت جبهې ملاتړي بلل کېږي.
د معلوماتو له مخې ددغه جبهې ډېری غړي دمګړی په تاجکستان کې دي.
د یادونې وړ ده چې د ا.ا.ا یو ځل وړاندې هم لۀ تاجکستان څخه غوښتي ؤ چې د افغانستان پۀ کورنیو چارو کې دې لاس وهنه نکوي؛ کنۀ لۀ ورته اقدام سره به مخ شي او د ا.ا.ا پۀ وینا چې تاجکستان به د ورته کړنو لوی قیمت پرې کړي.




