ایران او پاکستان د افغانستان د وضعت پۀ اړه خبرې کړي دي

0
123

ایران او پاکستان د افغانستان د وضعت پۀ اړه خبرې کړي دي

د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر د ایران له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره کتلي دي او په دې لیدنه کې یې د نورو اړوندو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

 

(2021 / 10 / 14   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

ایراني او پاکستاني چارواکو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر د ایران له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره کتلي دي او په دې لیدنه کې یې د نورو اړوندو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

عمران خان ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی او دده په وینا ایران او پاکستان ته په کار ده چې دلته د ثبات راوستو په برخه کې همغږۍ ډېرې کړي.

عمران خان دغه راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ثبات لپاره باید د افغانستان د ټولو ګاونډیو هېوادونو یو ځانګړی ګروپ رامنځ ته شي څو په دغه هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان پۀ اړه د سیمې د هېوادونو آنلاین غونډه رابللې وه او د افغانستان ثبات لپاره ئې د سیمې د هېوادو ونډه ضرور ګڼلې وه.

 

Leave a reply