د اسلام اباد عدالت د لانګ مارچ په مهال د ورانکارۍ په مقدمه کې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د مې په ۳۰مه نېټه په شخصي توګه احضار کړی دی

0
109

باغی ټی وی رپورټ

د اسلام اباد عدالت د لانګ مارچ په مهال د ورانکارۍ په مقدمه کې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د مې په ۳۰مه نېټه په شخصي توګه احضار کړی دی.

د اسلام اباد ضلعي او سيشن عدالتونو د عمران خان په ضد د لانګ مارچ د ورانکارۍ د مقدمې اورېدنه کړې چې پکې پوليس عدالت ته د نوټس د تعمیل په اړه خبر ورکړی دی.

پوليس عدالت ته وويل چې عمران خان ته دقانون مطابق نوټس نۀ شي ورکولى چې له هغې وروستو عدالت يو ځل بيا عمران خان ته نوټس جاري کړى چې کاپي يې ورکړي.

سول جج مبشر حسن چشتي عمران خان ته نوټس جاري کولو سره اورېدنه وځنډوله چې په 30م مئي په شخصي توګه عدالت ته حاضر شي.

Leave a reply