لاهور: د پاکستان تحريک انصاف د مشر چوهدري پروېز الهي په کور د چاپې په مهال د کاڼو ويشتلو او پټرول بمونو غورځولو په ضد د پوليس اهلکارو په ضد د ترهه ګرۍ پشمول د 13 دفعاتو لاندې مقدمه درج کړې شوې ده

باغی ټی وی رپورټ
د پولیسو په وینا د لاهور په غالب مارکیټ پولیس سټیشن کې درج شوي ایف آی آر کې د چوهدري پرویز الهي په ګډون ۱۹ کسان نومول شوي دي.
د ايف آئي آر ترمخه د کرپشن مخنوي ټيم د پرويز الهي د ګرفتارۍ لپاره د هغه په کور چاپه ووهله چي په مهال ئي په کور کښي موجود څلويښت نه تر 50ؤ کسانو په ډبرو او تشدد شروع کړے دے، په حمله کوونکې ټيم باندي پټرول اوښکي بهي شوي او په دي دوران پرويز الٰهي په تېښته شوے دے۔
په ایف آی آر کې ویل شوي چې د چاپې پر مهال د مقاومت په تور ۱۹ کسان هم نیول شوي دي.
ياده دي وي چي تيره شپه د پنجاب اينټي کرپشن او پوليس ټيم د چوهدري پروېز الهي د نيولو لپاره د هغه په کور چاپه وهلې وه او پوليس د اته ګهنټو پوري آپريشن کښي ناکامه واپسي ته اړ شوي وو۔






