په کابل کښې ۳۰ د اسلامی مدرسې جونو د قرآن حفظ مکمل کړو

0
96

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پایه تخت کابل نه داسې رپورټ په رسنیو کښې چاپ شوې دې چې په دې ښار کښې د یوې اسلامی دینې مدرسې نه یو شمیر ښځینه زده کوونکې د اسلامی زده کړو لړې مکمله کړې دې او دې جونو ته سندونو ورکړې شوي دي.

د کابل نه چاپ په دې رپورټ کښې وایی چې د دارالحفاظ تعلیم القرآن دینې مدرسې نه دیرش جینکې چې د قرآن حفظ، د قرآن تفسیر او ترجمه ی مکمل کړې ده او دې ښځینه زده کوونکو ته سندونو ورکړې شول.
یاده دي وي چې د افغانستان په بیله بیل ولایتونو کښې د ښځینه زده کوونکو د مغربي تعلیم حاصلولو سکولونو هم پرانستل شوي دي او جونو مکتبونو ته تګ پیل کړې دي.
په ټول هیواد کښې د جونو د اسلامی علم زده کړې ښوونیز مرکزونه نه دې تړل شوي البته د ښځو او نارینه د ګډ تعلیم حاصلولو په اړه د اسلامی امارت مشرانو وینا ده چې دوی به د ښځینه زده کوونکې د لوړو زده کړو لپاه انتظامات برابر کړي او بیا به وکولې شي چې دوی هم مغربی تعلیم حاصل کړي.
یاده دي وی چې طالب مشرانو په بیله بیل ولایتونو ،وزارتونو او ریاستي دفترو کښې هم ښځینه کارکوونکو ته امر کړې دې چې دوی دې خپلو کارونو ته راشي او خپلې وظیفې دې پیل کړي.

Leave a reply