د پاکستان سفیر او د اقتصاد وزیر ملاقات

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد پرون د امارت اسلامی د نوي حکومت د اقتصاد قاري دین محمد سره یو ملاقات وکړو او په د پاکستان او د افغانستان دوه اړخیزه تجارت کښې راپیښو ستونز باندی ی ټینګار وکړو.

منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د امارت اسلامی د اقتصاد وزیر سره مې په یو شمیر مسلو خبرې وکړې چې په هغې کښې د اقتصاد په میدان کښې په همکارۍ کولو، علاقایی تړون له لارې تجارت ته د وده ورکولو په موضوع ګانو خبرې اترې وشوې او ژمنه وشوه چې په نزدې وخت کښې به د پاکستان او افغانستان تجارت یو ځل بیا وده وکړي، ددې دواړه هیوادونو حکومتونو او اولس معیشت به ښه شي.
یاده دې وی چې نن د افغانستان نه راغلي یو تجارتي پلاوۍ چې مشری ی مشهور سوداګر او د افغان د تاجرانو اتحادیی مشر خان جان الکوزي کوله د پاکستان د دورې نه واپس افغانستان ته ستانه شول.
په دې دوره کښې افغان د سوداګرو پلاوی په پیښور، اسلام آباد او په آخره ورځ ی د تورخم په پوله پاکستانی چارواکو ته په ډاګه کړه چې افغانستان حکومت او افغان تاجران غواړي افغانستان سره تجارت بیا بحالي کړي او ددوی ترمینځ اړیکې یو ځل بیا قوي شي.