۹۳۸ افغان زده کوونکي به د تورخم له لارې پاکستان ته راشي

0
42

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان هیواد په ګنر شمیر کښې د لوړو زده کړو محصیلین چې د پاکستان د لوړو زده کړو کمیشن له خوا ورته د علامه اقبال سکالرشپ لاندې د ملک په بیله بیلو ښارونو تعلیمي مرکزونو کښې داخله ورکړې شوې ده، د تورخم له لارې به زر پاکستان ته راشي او خپلې زده کړې به پیل کړي.

د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې ۹۳۸ افغان زده کوونکو ته اجازت ورکړې شو چې دوی پاکستان ته لاړ شي او د پاکستان په کالجونو او پوهنتونونو کښې خپلې لوړې زده کړې پیل کړي.
ښاغلې منصور احمد وایی چې ددې افغان محصیلنو لپاره کامیابي غواړي چې دوی خپلې لوړې زده کړی او د افغانستان هیواد او اولس په ښیګړه راشي. یاده دې وی چې تیره میاشت هم د ۳۰۰ نه زیات افغان زده کوونکي د تورخم له لارې پاکستان ته راداخل شو خو بیا په افغانستان کښې د سیاسي بدلونه له وجهې د پاتې شوو افغان زده کوونکو د پاکستان ته راتګ ته ځنډ ښکار شو چې وس بیا پیل شو او دا افغان زده کوونکي به ډیر زر پاکستان ته راشي چې زده کړي وکړي.
یاده دې وی چې پاکستان هغه هیواد دې چې په افغان مهاجرینو ی د علم د زده کړې دروازې نه دي بندي کړي ، کوم افغانان چې د روس په انقلاب کښې پاکستان ته راغلي وو او دلته ی زده کړي کړي نو نن هغه افغانان هم ددې افغان ملت خدمت کوي.
دا خبره هم د یادونې ده چې یواځنې پاکستان هیواد دې چې په افغانستان کښې د سیاسي بدلون رامنځه کیدو نه پس او د اشرف غني د حکومت د ختمیدو باوجود نن هم د افغان اولس په خدمت کښې دې ، د پاکستان سفارت نن هم په کابل کښې پرانستې دې ، افغان مریضانو او زده کوونکو او نور د تجارت سره تړلي خلقو او سوداګرو ته ویزې جاري کوي.

Leave a reply