هسپانیه: د پاکستان لۀ لارې مو ۱۶۰ افغانان انتقال کړي دي

هسپانیه: د پاکستان لۀ لارې مو ۱۶۰ افغانان انتقال کړي دي

  د هسپانیې د دفاع وزارت ویلي چې افغانستان کې د طالبانو تر واک تخ رسېدو وروسته  د دوی کارکوونکي لۀ افغانستان څخه ایستل شوي دي او د پاکستان لۀ لارې هسپانیې ته رسېدلي دي.

 

(2021 / 10 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

  د هسپانیې د دفاع وزارت ویلي چې افغانستان کې د طالبانو تر واک تخ رسېدو وروسته  د دوی کارکوونکي لۀ افغانستان څخه ایستل شوي دي او د پاکستان لۀ لارې هسپانیې ته رسېدلي دي.

د هسپانیې پوځي چارواکو ویلي دي چې د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګیدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په افغانستان کې د دوی پاتې محلي همکاران له دې هیواد څخه ایستل شوي دي. هسپانیې ویلي چې په وروستني اقدام کې یې د پاکستان له لارې ۱۶۰ تنه افغانان هسپانیې ته انتقال کړي دي.

د هسپانیې د دفاع وزارت ویلي چې دوی په دې ماموریت کې وتوانیدل چې یو شمیر افغان کارمندان او د دوی کورنۍ د پاکستان له لارې هسپانیې ته انتقال کړي. هسپانیې وروسته له هغې دغه ماموریت پیل کړ چې په اګست میاشت کې د افغانانو د را ایستلو په ترڅ کې ونه توانیدل خپل محلي همکاران د پوځي الوتنو په مرسته هسپانیې ته انتقال کړي. هسپانیې هغه مهال یوازې ۲۲۰۰ تنه هسپانویان او یو شمیر خپل محلي کارمندان له افغانستان څخه ایستلي وو.