روسیې ویلي چې افغانستان سره؛.د بشري مرستو لپاره مو د بلې ناستې وړاندیز کړی

0
59

روسیې ویلي چې افغانستان سره؛.د بشري مرستو لپاره مو د بلې ناستې وړاندیز کړی

د یادونې ده چې مسکو څو ورځې وړاندې هم د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د افغانستان په اړه د یوې ناستې خبر ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې په یاده ناسته کې به د افغانستان، پاکستان، ایران، هند او یو شمېر نورو هېوادونو استازې ګډون وکړي.

(2021 / 10 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې روسیې د افغانستان په اړه د مسکو ناستې تر پای ته رسېدو وروسته ملګرو ملتونو ته له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د یوې بلې ناستې ترسره کېدو وړاندیز کړی دی.

لاوروف په قزاقستان کې یوې خبرې ناستې ته ویلي چې تر اوسه پورې ملګرو ملتونو د مسکو تازه وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی خو هیله یې ښودلې ده چې ملګري ملتونه ورته مثبت ځواب ووایي.

Leave a reply