د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وايي، اسد قیصر ته یې له حکومت سره د خبرو واک نه دی ورکړی

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وايي، اسد قیصر ته یې له حکومت سره د خبرو واک نه دی ورکړی.
د پيپلز پارټۍ سينئر مشر قمر زمان کائره د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې د خبرو په مهال ويلي دي چې د حکومت جګپوړو مشرانو د تحريک انصاف له مشر اسد قيصر سره رابطه کړې او هغه ته يې په ۲۶م نېټه د ملاقات کولو پېغام ورکړی دی.قمر زمان کائره ووئيل چې د ملاقات پېغام په ځواب كښې اسد قيصر ووئيل مونږ په دې مسله سره يو ځائ يو او په 26مه به ملاقات كوو۔





