سعودي، قطر، ترکیې او عربي اماراتو کې سبا جمعه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان شوه.
سعودي، قطر، ترکیې او عربي اماراتو کې سبا جمعه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان شوه.
20 اپریل پنشنبه 2023
د سعودي رسنیو راپورونه ورکړي چې په سعودي عربستان کې د شوال میاشت ولیدل شوه او سبا ورځ د کوچني اختر لومړنۍ ورځ ده.
د عربي ميډيا له مخې میاشت د سعودي عرب په مرکزي سيمه تمير، سدير او حوطه کې ليدل شوې ده.
د دې تر څنګ په متحده عربي اماراتو کې هم د شوال میاشت لیدل شوې او هلته به د جمعې په ورځ د اپریل په ۲۱مه کوچنی اختر ولمانځل شي.
له بلې خوا په عمان کې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې او هلته به کوچنی اختر د اپریل په 22مه نېټه وي.
د دې نه علاوه د پاکستان په شمول د نړۍ په زياترو هېوادونو کښې به د شنبې په ورځ وړوکی اختر ولمانځل شي.
په مالیزیا کې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې او د مالیزیا حکومت په وینا په مالیزیا کې به اختر د شنبې په ورځ د اپریل په ۲۲ وي.
اړوند موضوعات
پاکستان کې د اتوار په ورځ د وړوکي اختر دمیاشتې د لیدو امکان نشته: د موسمیاتو محکمه
د دې تر څنګ په سینګاپور کې هم د شوال میاشت نه ده لیدل شوې، د مجلس علمای اسلام سنګاپور له مخې به په سینګاپور کې د اپرېل پر ۲۲مه د شنبې په ورځ اختر وي.