کینیا یو ځل بیا د خبریال ارشد شریف د وژنې په قضیه کې له نورې همکارۍ ډډه وکړه

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان د سترې محکمې د سوموټو نوټس په اړه، پاکستان د ارشد شریف د وژنې په قضیه کې د نوي تحقیقاتو لپاره د کینیا چارواکو ته د اجازې غوښتنه کړې وه.
خو د دې لیک په ځواب کې د کیوین چارواکي وايي چې د پاکستان عمر شاهد حامد او اطهر وحید په تحقیقاتو کې پوره همکاري کړې وه.د کينيا چارواکي وايي، چې د ارشد شريف د وژنې په قضيه کې يې لا له وړاندې لازمه همکاري کړې، د سترې محکمې حکم د پاکستان داخلي موضوع ده.
کینیايي چارواکو د پاکستان غوښتنه تر ۵ ځله زیات رد کړې ده، د پاکستان او کینیا چارواکو جیو نیوز ته د نه همکارۍ پخلی کړی دی.
دسرچينو له مخې سيمه ييزې ادارې دپاکستاني پلټونکو په رپورټ کې دکينيايي چارواکو په نيوکو سخت په غوسه دي، دکينيايي حکومت د ارشد شريف دوژنې په اړه تحقيقاتي رپورټ تر دې مهاله نۀ دى خپور شوى.
ياده دي وي چي سپريم کورټ د ارشد شريف قتل کيس کښي نوټس اخستي او د نوي تحقيقاتو حکم ئي ورکړے دے۔





