عدالت د داجل چيک پوسټ فساد په مقدمه کې دپي ټي ائي مشر علي امين ګنډاپور ضمانت منظور کړو

0
216

باغی ټي وي رپورټ
بهکر: عدالت د داجل چيک پوسټ فساد په مقدمه کې دپي ټي ائي مشر علي امين ګنډاپور ضمانت منظور کړو.پوليس علي امين ګنډاپور د سينئر سول جج بهکر په عدالت کې وړاندې کړو چرته چې د اوريدنې په مهال پوليس چارواکو عدالت ته وويل چې د علي امين په ضد د دجال چيک پوسټ د فساد مقدمه درج شوې ده.

ورسته عدالت دجال چيک پوسټ فساد کيس کښي د علي امين ګنډاپور ضمانت منظور کړے او ورته ئي د پنځوس زره روپو ضمانتي مچلکو جمع کولو حکم ورکړے دے۔بل خوا د لاهور پوليسو د علي امين د ترانزيټي ريمانډ غوښتنه کړې وه، چې په اړه يې محکمې تر بحث وروسته خپله پرېکړه محفوظه کړه، چې له څه مودې وروسته علي امين په يوه ورځني ترانزيټي ريمانډ د لاهور پوليسو ته وسپارل شو. .

علي امين د ګنډاپور ريس کورس پوليسو ته د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه کې مطلوب دی.

Leave a reply