جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) سینیټر طلحه محمود د مذهبی چارو وفاقی وزیر ټاکلی شوی دی

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) سینیټر طلحه محمود د مذهبی چارو وفاقی وزیر ټاکلی شوی دی.
کابينه ډويژن د سينيټر طلحه محمود د وفاقي وزير په توګه د تعينات نوټيفيكشن جاري كړے۔
سناتور طلحه محمود ته د مذهبی چارو وزارت اضافی ذمه داریونه ورکړی شوی دی، هغه تر دې وړاندې د وزیر صفران دنده هم ترسره کوله.
د مفتي عبدالشکور تر مړينې وروسته د وزارت قلمرو سېنېټر طلحه محمود ته وركړې شوې۔
ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالشکور په اسلام اباد کې په يوه ترافيکي پېښه کې مړ شو.