د پاکستان فوځ د ژغورنې یوه ډله تورخم ته رسیدلې ده

0
171

نصیب شاه شینواري
د پاکستان فوځ یوه ډله تورخم د غر ښویدو ځای ته رسیدلې ده، په دې ډله کښې تر 30 زیات اهلکار ګډون کوی کوم چې به د ژغورنې په عملیاتو کښې برخه واخلي.
دا خبره مهمه ده چې نن د پیشمني وخت دوه بجې د پاکستان اړخ تورخم کښې په ولاړو ګاړو غر راپریوتلو چې ویل کیږی چې تر شلو پورې ګاړې د ملبې لاندې دي.

تورخم د غر راغورځیدلو خبر

د پاکستان اړخ تورخم پولې سره نزدې په صادراتي سړک غر را ښوویدو له امله يوشمير کانټينرونه او مال وړونکي ګاړې دخاورې لاندې شوي دي،تراوسه پورې درې کسان مړه دي .
باغی ټی وی رپورټ
د پولیس وینا ده چې د تورخم ایکسپورټ روډ باندې ناڅاپه غر راپریوتو چې له وجې په ایکسپورټ روډ باندې د لسګونو نه زیات بار وړونکي ګاډي د خاورو لاندې شوي دي. ویل کیږی چې تر 20 پورې ګاړې د ملبې لاندې شوی دی چې پکښې د یو شمیر کسانو چې زیات افغانان دې د وژنې ویره څرګنده شوې ده.

په همدې حال کې په بار وړونکو موټرو کې ناڅاپه اور هم ولګېد او یو شمیر ګاړې وسوځیدل.
د ریسکیو 1122 دفتر یو اهلکار باغی ټی وی ته اوویل چې د یو ډرایور مړې ی راویستلې او دوه نور مړي هم په ګاړي کښې نښتې لیدل شوی دی چې د راویستلو لپاره ی هڅې دوام لري .
سرچینې وایی چې 1 تن مړې او 5 پینځه نور ټپیان لنډي کوتل روغتون ته رسول شوی دي .

۔

Leave a reply