د متقي او بلاول تلیفوني خبرې: د پاکستان سفیر به روانه اونۍ کابل ته را ستون شی

د متقي او بلاول تلیفوني خبرې: د پاکستان سفیر به روانه اونۍ کابل ته را ستون شی
سرچینې زیاته کړې، په دې اړیکه کې دواړو لورو پر یو شمېر ګډو ګټو خبرې او بحثونه وکړل. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري یو ځل بیا د یوه با ثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره د خپل هېواد ژمنتیا څرګنده کړه.
د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
(2023 / 4 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابل او اسلام آباد ترمنځ په دوستانه اړېکو ټینګار وشو. دا پرېکړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ ډيپلوماټيکې اړيکې پياوړې کړي.
پاکستان وایي چې د بهرنیوچارو وزیر یې له افغان سیال سره د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې اړیکه کې دواړو لورو پر یو شمېر ګډو ګټو خبرې او بحثونه وکړل. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري یو ځل بیا د یوه با ثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره د خپل هېواد ژمنتیا څرګنده کړه.
اړوند موضوعات:
په تورخم پوله پاکستاني اولس له لوري افغان مسافرو لپاره د روژه ماتي لړۍ دوام لري
د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





