وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي كابينې غونډه رابللې ده

باغی ټی وی رپورټ
دسرچينو ترمخه دوزيراعظم په مشرۍ کې دکابينې غونډه به نن ماسپښين يو بجه کيږي چې پکې به په آئيني، قانوني اؤ اقتصادي چارو غور کيږي.
د دې نه علاوه به د كابينې په غونډه كښې په مهمو قومي چارو هم مشاورت كولې شي۔
سرچينې وائي دکابينې په غونډه کې دپنجاب دانتخاباتو لپاره دفنډونو په اړه هم صلاح مشورې کيدى شي.
ياده دي وي چي تيره ورځ سپريم کورټ سټيټ بينک ته حکم ورکړے وو چي پنجاب کښي د انتخاباتو لپاره اليکشن کميشن ته 21 اربه روپۍ ورکړي۔






