د مني لانډرنګ کيس کښې د عمران خان د چيف سيکورټي افسر افتخار رسول د ګرفتارۍ په اړه د ايف آئي اے تحقيقاتو دوران مهم انکشافات مخې ته راغلي دي
باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د مني لانډرنګ کيس کښې د عمران خان د چيف سيکورټي افسر افتخار رسول د ګرفتارۍ په اړه د ايف آئي اے تحقيقاتو دوران مهم انکشافات مخې ته راغلي دي۔
د ايف آئي اے د رپورټ ترمخه د عمران خان چيف سکيورټي افسر افتخار رسول غمان د هغه دوه ملګري عاصم حسين او قيصر مشتاق د مني لانډرنګ په معامله کښې ککړ وو۔
د رپورټ ترمخه د کال ۲۰۲۰ نه تر ۲۰۲۲م کال پورې د ملزمانو په اکاونټونو کښې ۳۴ کروړه ۲۱ لاکه ۷۳ زره ۵۳ روپۍ جمع شوي دي، د ملزمانو په ۷ اکاونټونو کښې د جمع شوې نقدې رقم ۲۲ کروړه ۴۵ لاکه ۵۰ زره روپۍ دي. په شخصي بانکي حسابونو کې زیرمه شوي دي.
د رپورټ ترمخه ملزم افتخار رسول غمان د خپلو دوه ملګرو سره د ۴۱ جعلي کمپنیو په جوړولو سره مني لانډرنګ کړی دی، ملزم د کال ۲۰۲۰ نه تر ۲۰۲۲ کال پورې ۸۰۰ ملیونه روپۍ جمع کړي او د عاصم حسین د ملګري عاصم حسین په اکاونټ کښې ۵۰۰ زره ډالر جمع کړي دي. تورن افتخار رسول په ۲۰۱۲ کال کې په سندهـ بانک کې یو میلیون ډالر ولګول، تورن د دوو ښځو رضیه سلطانه او تسنیم فاطمې په اکاونټونو کې هم ۵.۵ میلیونه ډالر جمع کړل، دا پیسې ظاهراً د هینډي ریفرنس اکاونټونو د تصفیې لپاره کارول شوې وې.
رپورټ کښې زياته کړې شوې ده چې د ملزم افتخار رسول د 7 جائدادونو او اثاثو قيمت يو کروړه روپئ دے، د ملزم په اثاثو کښې 5.5، 10 مرله پلاټونه او ګلبرګ کښې يو لس مرله پلاټ شامل دي۔
عدالت ملزم افتخار رسول په ريمانډ جېل ته استولې دې۔