عدالت د پي ټي آئي مشر علي امين ګنډاپور په جسماني ريمانډ پوليس ته حواله کړے دې

0
178

باغی ټی وی رپورټ
عدالت د پي ټي آئي مشر علي امين ګنډاپور په جسماني ريمانډ پوليس ته حواله کړے دے۔

د بهکر پوليس د پي ټي آئي مشر علي امين ګنډاپور د جوډيشل مجسټرېټ عدالت ته وړاندې کړ او د هغه د جسماني ريمانډ غوښتنه يې وکړه.

عدالت د پوليسو غوښتنه ومنله او علي امين ګنډاپور يې د درې ورځو جسماني ريمانډ ورکړ.

د پوليس ترمخه د علي امين ګنډاپور په ضد د سرائي مهاجر پوليس سټيشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده او د ده په ضد د ترهه ګرۍ او قتل د کوشش دري مقدمې هم درج شوي دي۔

تيره ورځ د اسلام آباد عدالت د پي ټي آئي د مشر نور جسماني ريمانډ لپاره د پوليس درخواست مسترد کړے دے۔

Leave a reply