د وزيراعظم سلاکار او د پيپلز پارټۍ مشر قمر زمان کائره وئيلي دي چې پارليمان به د پروسيجر بل نه تسليموي
باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د وزيراعظم سلاکار او د پيپلز پارټۍ مشر قمر زمان کائره وئيلي دي چې پارليمان به د پروسيجر بل نه تسليموي.
د جيو نيوز پروګرام نن له شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې قمر زمان کائره وويل پارليمان به تسليم نه شي ځکه چې داسې پرېکړې د خلکو تاثر خرابوي.
هغه وویل چې محکمه باید وګوري چې ایا دا په دې لور روانه ده! د پارلمان خپلواکي تر پښو لاندې کیږي، هیڅوک به یې اجازه ورنکړي.
د پي ټي آئي مشر ووئيل پارليمنټ دې د دې ادارو قوانين جوړ كړي، داسې نه شي چې د آئيني لارې بندې شي۔