د امریکا مشهورې مجلې ټایمز مجلې د پاکستان د چاپېریال ساتنې وزیره شیري رحمان د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د نړۍ د ۱۰۰ ډېرو اغېزمنو کسانو په لېست کې شامله کړې ده
باغي ټی وی رپورټ
مجلې د پاکستان د چاپېریال ساتنې وزیره شیري رحمان د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د نړۍ د ۱۰۰ ډېرو اغېزمنو کسانو په لېست کې شامله کړې ده.
د ټایمز مجلې له خوا د ۲۰۲۳ کال د نړۍ د ۱۰۰ با نفوذه کسانو نوملړ خپور شوی، چې په کې شیري رحمان د مشرانو په کټګورۍ کې شپږم ځای لري.
د جرنل ویب پاڼې په پیغام کې راغلي چې د نړۍ په کچه د کاربن په اخراج کې د پاکستان ونډه ډېره کمه ده، خو تېر کال د پاکستان یو پر درېیمه برخه د چاپېریال د بحران له امله په سېلابونو کې ډوب شوه.
د ټایمز مجلې په وینا، شیري رحمان د نومبر په میاشت کې په مصر کې د COP 27 په غونډه کې د سیلاب ځپلو خلکو غږ شو چې د طبیعي پیښو له امله یې هرڅه له لاسه ورکړي.
د امریکن جورنال ویب پاڼې په یو پیغام کې ویل شوي چې د COP 27 په غونډه کې د جذباتي ویناوو او نه ستړي کیدونکو هڅو او خبرو اترو له لارې شیري رحمان استازو ته قناعت ورکړ چې دا ظلم باید پای ته ورسیږي.
په پیغام کې زیاته شوې چې COP 27 د تاریخي پریکړې سره پای ته ورسیده چې نړیوالې ټولنې د لومړي ځل لپاره د طبیعي پیښو سره مخ هیوادونو لپاره د زیانونو او ناورینونو وجهي صندوق رامینځته کولو موافقه وکړه.
د ټایمز مجلې په وینا، دا د چاپیریال د عدالت په لور یو لوی ګام دی، مګر لاهم ډیر کار پاتې دی، موږ به د شیری رحمان په څیر نورو شخصیتونو ته اړتیا ولرو.