د نېشنل هائي وے اتهارټي (اېن اېچ اے) د مانسهرې د مشهور ريزارټ ناران سړکونو نه واوره او خټې پاکې کړې دي. NHA د 5 میاشتو او 6 ورځو اوږده بندیدو وروسته سړک د هر ډول ترافیک لپاره خلاص کړ
باغی ټی وی رپورټ
د نېشنل هائي وے اتهارټي (اېن اېچ اے) د مانسهرې د مشهور ريزارټ ناران سړکونو نه واوره او خټې پاکې کړې دي.
NHA د 5 میاشتو او 6 ورځو اوږده بندیدو وروسته سړک د هر ډول ترافیک لپاره خلاص کړ.
د ناران ولايت مشهور سوداګر او د هوټلونو د اتحاديې مسوول حسن دين د پټۍ په پرې کولو سره په ناران کې د ګرځندوى فعاليتونه رسماً پرانيستل او ويې ويل چې پوليسو د ناران ښار ټولې پوستې نيولې او په کار يې پيل کړى دى.
هغه سيلانيانو ته هم بلنه ورکړه چې د واورې هوا څخه خوند واخلي.
د يادونې وړ ده، چې ناران د تېر کال په نومبر مياشت کې د سختې واورې ورېدو وروسته د هر ډول ترافيکو پر مخ تړل شوى و.