وفاقي کابينې د پنجاب انتخاباتو لپاره د فنډونو معامله پارليمنټ ته استولو منظوري ورکړې ده

0
91

باغی ټی وی رپورټ

اسلام آباد: وفاقي کابينې د پنجاب انتخاباتو لپاره د فنډونو معامله پارليمنټ ته استولو منظوري ورکړې ده۔

د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې مهمه غونډه شوې چې پکښې د پنجاب انتخاباتو لپاره د فنډونو سمري وړاندې شوې ده۔

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نن د كابينې په غونډه كې د ماليې وزارت د تېرې ورځې د بوديجې په رڼا كې د بوديجې په اړه سمري وړاندې كړه، چې كابينې تصويب كړه.

د کابينې لخوا د سمري منظورۍ وروستو به اوس پارليمنټ پنجاب کې اليکشن کميشن ته د فنډ جاري کولو په اړه فيصله کوي.

په دې لړ كښې د قانون وزير نذير تارړ ووئيل چې اليكشن كمېشن ته د فنډ وركولو معامله پارليمنټ ته استولې شوې ده، دا معامله به په پارليمنټ كښې د بل په شکل راځي۔

ياده دي وي چي سپريم کورټ د اپريل په څلورمه نيټه حکم ورکړے وو چي وفاق دي د اپريل تر لسمي نيټي پوري اليکشن کميشن ته 21 اربه روپۍ ورکړي ولي اليکشن کميشن به په 21م اپريل سپريم کورټ ته د دغه رقم رپورټ جمع کوي۔

Leave a reply