د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر قمر زمان کائره وايي پيپلز پارټۍ نه غواړي چې د چيف جسټس په مقابل کې سخت گامونه پورته کړي
باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر قمر زمان کائره وايي پيپلز پارټۍ نه غواړي چې د چيف جسټس په مقابل کې سخت گامونه پورته کړي.
د جيو نيوز په پروگرام “نيا پاکستان” کې د خبرو په مهال قمر زمان کائره وويل پيپلز پارټۍ يواځې د چيف جسټس څخه د ډک عدالت جوړول غواړي.
قمر زمان کائره اوویل چې حکومت د ججانو په ضد د ریفرینس دائرولو لپاره په رسمي کچه د پیپلز پارټۍ سره خبرې نه دي کړي.
ده زياته کړه چې پيپلز پارټۍ د پي ټي آئي نه ډيډ لاک نه بلکې ډيالوګ غواړي۔