کندهار کې د سرې میاشتې له لورې ۸ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان درملنې لپاره مهمند روغتون ته وروپیژندل.

کندهار کې د سرې میاشتې له لورې ۸ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان درملنې لپاره مهمند روغتون ته وروپیژندل.
8 اپریل شنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې له لورې کندهار کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۸ ماشومان مهمند روغتون ته د عملیات او درملنې لپاره ور وپېژندل شول.
یاده دې وي چې تیره ورځ هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې کابل کې ۱۹ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره یو روغتون ته ورپیژندلي وه.
اړوند موضوعات
همدا راز تېرو شاوخوا ۸ میاشتو کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۸۷۳ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندلي، چې د درملنې لګښت یې د سرې میاشتې له لوري تادیه کېږي.






