دفاع وزارت ننګرهار ولایت کې ګڼ شمیر اسلحې او مهمات کشف او نیولي او د وسلو راټولولو کمیسیون ته یې سپارلي.

دفاع وزارت ننګرهار ولایت کې ګڼ شمیر اسلحې او مهمات کشف او نیولي او د وسلو راټولولو کمیسیون ته یې سپارلي.
8 اپریل شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې په ننګرهار ولایت کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات د وسلو راټولولو کميسيون ته وسپارل شوې.
خبرپاڼه زیاتوي چې د۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو اړوند د ننګرهار ولايت په کامې او ګوشتې ولسواليو کې د ختیځ زون د وسلو راټولو کمیسیون ته ۱۹۷ ميله وسلې، لسګونه زره فيره مهمات او ګڼ شمېر نظامي تجهیزات وسپارل شول.
اړوند موضوعات
په دغه مراسمو کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مرستیال او د ننګرهار والي د نوموړي کميسيون له مسؤلینو او ولسونو څخه مننه وکړه چې د بيت المال اړوند وسلو، مهماتو او تجهيزاتو په ساتنه او راټولونه کې په ګډه کار کوي.






