د ایران هیواد له لورې په ننګرهار ولایت کې د شکر ناروغۍ د کنټرول مرکز پرانیستل کېږي.

0
174

د ایران هیواد له لورې په ننګرهار ولایت کې د شکر ناروغۍ د کنټرول مرکز پرانیستل کېږي.

4 اپریل سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق د ننګرهار والی ملا محمد نعیم اخند په شتون کې د ایران هېواد سرقونسل مجید صادقي دولت آبادي سره لیدنه ترسره او د شکر ناروغۍ د کنټرول مرکز پرانیستې په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

 

په دې لیدنه کې د یاد مرکز په تجهیزولو، اړینو وسایلو د متخصصو کسانو په روزلو، درملو او تشکیل خبرې وشوې چې ډېر ژر به په کې نور اړین او لازم امکانات برابر او پرانیسته به یې ترسره شي.

اړوند موضوعات

عامې روغتیا وزارت: افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو دوه ورځینی کنفرانس په اسلام اباد کې پیل شو.

 

د شکر ناروغۍ د کنټرول مرکز د پښتورګو روغتون کې چې ودانۍ یې له مخکې شتون درلود پرانیستل کېږي، چې د یو میلیارد تومنو په لګښت ورته تجهیزات او درمل ورکړل شوي او روغتیايي پرسونل یې په ایران هېواد کې د لنډ مهال لپاره روزل شوی دی.

Leave a reply