د مسلم ليګ (ن) سينيټر عرفان صديقي وئيلي دي چې مونږ سپريم کورټ نه بايکاټ کړے وو ولي دري معزز ججانو زمونږ بايکاټ کړے دے

0
171

باغی ټی وی رپورټ
د مسلم ليګ (ن) سينيټر عرفان صديقي وئيلي دي چې مونږ سپريم کورټ نه بايکاټ کړے وو ولي دري معزز ججانو زمونږ بايکاټ کړے دے.

لندن کې ميډيا سره خبرو کې سينيټر عرفان صديقي وويل معزز ججان سياسي گوندونو ته مشوره ورکوي چې په گډه فيصلې وکړي خو د خپلو ججانو ترمينځ د اختلافاتو خبرې نۀ کوي.

هغه وويل په سپريم کورټ کې يواځې 15 ججان دي خو دهغوي ترمينځ اتفاق نشته، مونږ دپوره عدالت غوښتنه کوو، ظاهراً درې معزز ججان زمونږ خبرې اوريدو ته تيار نۀ دي، وبه ګورو چې فيصله راځي که نه.

عرفان صدیقي وویل چې موږ د سترې محکمې بایکاټ نه دی کړی خو درې معززو ججانو مو بایکاټ کړی دی.

Leave a reply