د ا.ا.ا کبینې پرېکړه کړې چې له پوځي صفونو دې نامطلوب کسان وایستل شي

خبرپاڼه کاږي، چې د سوداګرۍ برخه کې هم لازمې لارښوونې شوې دي او اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې ده چې د سوداګرو او کسبه کارانو لپاره هم باید په کاري برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې شي، د بهرنیو مرستو د وېش برخه کې دې منظم پلان جوړ شي، د ترانسپورتي اتحادیو ستونزو ته دې رسیدګي وشي او په هوایي برخه کې دې د چورلکو یو ازاد ترانسپورتي شرکت ته د فعالیت اجازه ورکړل شي.
(2021 / 10 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا د کابینې غونډه کې پرېکړه شوې ده چې له پوځي صفوفو څخه نامطلوب کسان وایستل شي او د فعالیت اجازه ترې واخیستل شي.
په همدې تړاو د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په یاده غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې ده چې د دولتي ادارو او وزارتونو امنیت ته دې هم جدي پاملرنه وشي.
خبرپاڼه کاږي، چې د سوداګرۍ برخه کې هم لازمې لارښوونې شوې دي او اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې ده چې د سوداګرو او کسبه کارانو لپاره هم باید په کاري برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې شي، د بهرنیو مرستو د وېش برخه کې دې منظم پلان جوړ شي، د ترانسپورتي اتحادیو ستونزو ته دې رسیدګي وشي او په هوایي برخه کې دې د چورلکو یو ازاد ترانسپورتي شرکت ته د فعالیت اجازه ورکړل شي.
که څۀ هم د طالبانو لوړ پوړو چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي ؤ چې د ا.ا.ا لۀ ډلې دې هغه کسان وايستل شي چې شخصي دښمنۍ لري او عقدې پالي؛ خو تر اوسه د ا.ا.ا ډلګۍ مشرانو پۀ دې اړه کوم اقدامات ندي کړي.