وزیرانو شورای غونډه کښې اهمې فیصلې شوي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د وزیرانو یوه اهمه غونډه نن په ارګ کښې تابیا شوې وه. په دې غونډه کښې مسولینو ته هدایت ورکړې شو چې دوې د ملي سوداګرو ته سهولتونه برابر کړي چې تجارت ښه شي.

په غونډه کښې په یو اهمه موضوع خبرې هم وشوې او هغه دا موضوع وه چې د امارت اسلامی په صفونو کښې دې دنامطلوبه کسانو ته اجازت ور نکړي شي او دوی دې اوویستل شی او دې کسانو ته دې د فعالیت اجازت ور نه کړې شي.
په دې مهمه غونډه کښې د اسلامی امارت د مشرتابه له خوا د اقتصاد او امنیت او ټولنیزو برخو کښې ځانګړي هدایات ورکړې شو.
یاده دې وی چې د اسلامی امارت یو لوړپوړي پلاوي قطر ته هم سفر کړي او هلته ی یو شمیر بهرني هیوادونو مشرانو سره لیدنه کړې ده.
په قطر کښې د اسلامی امارت مشرانو د امرکایی وی پلاوی سره هم ملاقات کړې دې، په دې ملاقات کښې په افغانستان کښې راپیښ یو شمیر ستونزو باندې خبرې شوي.
یاده دې وي چې د افغانستان اسلامی امارت د ملګری ملتونو او نور هیوادونونه غوښتی دې چې د افغانستان اسلامی امارت حکومت دې په رسمیت اوپیژني، خو تراوسه پورې کوم یو هیواد اسلامی امارت په سرکاری توګه نه دې پیژندلې، دوی غوښتنه کوي چې دا فیصله څه وخت پس کوي.
د پاکستان حکومت د نړۍ نه غوښته ده چې افغانستان دې یواځې نه پریږدي او دې حکومت سره دې مسلسل اړیکې ټینګې کړي چې د هیواد یو ځل بیا د ترهګرو ځاله جوړه نه شي .