واکمن پاکستان ډیموکراټیک تحریک (PDM) او متحدینو ګوندونو پریکړه کړې چې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د ټاکنو ځنډولو په اړه د سترې محکمې د درې کسیز بینچ د بایکاټ کولو پریکړه وکړي
باغي ټي وي رپورټ
واکمن پاکستان ډیموکراټیک تحریک (PDM) او متحدینو ګوندونو پریکړه کړې چې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د ټاکنو ځنډولو په اړه د سترې محکمې د درې کسیز بینچ د بایکاټ کولو پریکړه وکړي.
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د اتحادي ګوندونو غونډه روانه ده چې پکې د سپريم کورټ بنچ او د ملک په سياسي صورتحال د پنجاب او خېبرپښتونخوا د انتخاباتو ځنډولو په اړه غور کيږي.
د ملاقات په مهال وزيراعظم شهباز شريف له پخواني وزيراعظم نواز شريف سره رابطه وكړه او د دوه صوبو انتخاباتو ځنډولو په اړه د سپريم كورټ د درې كسيزه بنچ د وړانديز شوې اورېدنې په اړه يې د حكومت سره د مرستې په اړه مشوره وكړه۔
نواز شريف وړانديز وکړ چې د پي ډي ایم ټول ګوندونه دې د ستر محکمې درې کسيز بنچ بائيکاټ وکړي، له درې کسيزه بېنچ څخه د انصاف تمه نشته ځکه چې په درې کسيزه بنچ کې د ثاقب نثار اړوند کسان شامل دي.
په غونډه کې د مشورتي بحث په ترڅ کې دا وړاندیز هم وشو چې لویه څارنوالي دې محکمې ته حاضر شي او پر درې کسیز بینچ دې د نه باور څرګندونه وکړي او لوی څارنوال ته دې د محاکمې د بایکاټ خبر ورکړي.
په غونډه كښې د پي ډي اېم له مشرتابه څخه د سپريم كورټ د درې كسيزه بنچ د بايكاټ كولو تجويز هم ترلاسه شو كوم چې نواز شريف منظور كړے۔
نوازشريف وويل دبينچ دبائيکاټ کولو پرته بله چاره نشته، دسياسي قيادت داکثريت غوښتنې باوجود دفل بينچ نه جوړيدل دځانګړې اجنډا نښه ده.