باغي ټی وی رپورټ
څلور تنه غله په اوکاړه ښارګوټي کې دپوليسو په يوه کمين کې ووژل شول.
دپوليسو دڅرګندونو له مخې: ٨ تنو غلو ديو کانال په جوړولو سره ښاريان لوټ کول، کله چې پوليس دمعلوماتو په ترلاسه کولو سره ساحې ته ورسيدل نو غلو پرې ډزې وکړې .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې: څلور تنه ډار اچوونکي له تيارې څخه په استفادې سره تښتيدلي دي .
پوليسو د څلورو تنو مړي د پوسټ مارټم لپاره هسپتال ته منتقل کړي دي۔










Leave a Reply