تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د وړيا اوړو د ترلاسه کولو په مهال شبږ ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

0
126

باغي ټي وي رپورټ
تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د وړيا اوړو د ترلاسه کولو په مهال شبږ ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مفته اوړه ونه موندل شول، ژوند يې له لاسه ورکړ، تر اوسه د وړيا اوړو د ترلاسه کولو په مبارزه کې ۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی، خو اداره يې په عزت او امن سره د اوړو د وېش يوه طريقه جوړه نه کړه.

په بهکر کې د څو ساعتونو په کتار کې انتظار کولو وروسته یو کس مړ شوی، په مظفر گړ کې د ټوپ وهلو له امله د یوې بوډۍ میرمنې ژوند اخیستی او په ملتان، فیصل آباد او کوټ اډو کې په قطارونو کې د انتظار په مهال د زړه د حملې له امله درې کسان مړه شوي دي.بلخوا په چارسده کې هم د خلکو د رش له امله يو تن وژل شوى دى.

دې نه علاوه پيښور کښې هم د اوړو د نشتوالي له وجې احتجاجي مظاهرې شوي دي، زنانو سړک بند کړے دے په داسې حال کښې چې دډيره غازي خان تحصيل تونسه کښې د اوړو د نشتوالي له وجې ښاريانو د نوي ټاکل شوي اسسټنټ کمشنر مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده۔ د اسسټنټ کمشنر ساتونکي د واسکټ له ایستلو وروسته ښځه په چړې ووهله، ښاریان په غوسه شول او د اسسټنټ کمشنر پر موټر یې برید وکړ.

دا خبره د یادونې ده چې پرون هم د مظفر گړ تحصیل جتوئي کښې د ویړیا اوړو په ځائې کښې د غوبل او د ښاریانو د رش له وجې یوه بوډې ښځه مړه شوه.

دپوليسو وينا ده چې دغه ښځه په سيمه ييزو ودونو هال کې دجوړ شوي اوړو دپوائنټ دروازې خلاصيدو ته په انتظار وه چې کله دروازه خلاصه شوه نو د خلقو د غوبل له امله ښځه راپریوتله اؤ ژوبل شوه.

پولیس وايي، ۶۰ کلنه ښځه روغتون ته ورسول شوه هلته یې ساه ورکړه.

Leave a reply