د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزیر پۀ کابل د چین سفیر سره وکتل

0
237

 د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزیر پۀ کابل د چین سفیر سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د چین د خلکو جمهوریت له سفیر وانګ یو سره وکتل،په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر، پراختیا خبرې وکړې.

 

(2021 / 10 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د چین د خلکو جمهوریت له سفیر وانګ یو سره وکتل،په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر، پراختیا خبرې وکړې.

ښاغلي سفیر د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته د نوې دندې مبارکی وویله او د دواړو هیوادونو له ډیروښو تاریخې اړیکو څخه یې یادونه وکړه .

ورپسې ښاغلي عزیزي د سفیر څخه په مننې، چین هیواد ته د افغانستان د صادراتو د، ودې په هکله له نږدې همکاریوستاینه وکړه دجلغوزو او زعفرانو دصادراتو په هکله يې خبرې وکړې.

ښاغلي سفیر د کرونا له وجې ځینو محدودیتونو ته په اشارې افغانستان سره د خپل هیواد د سوداګریزو،اقتصادي او تخنیکې مرستو ډاډ ورکړ.

دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، تخنیکي مسایلو اوبانکي تبادلو اړوند تفصیلي بحث وکړ، او د هوايې دهلیز پر بیا پرانستلو، د افغانستان-چین د ګډې کمیټې دستونزو په حل او فعالولو يې ټینګار وکړ.

Leave a reply