افغان زده کوونکي غوښتنه کوي چې تورخم پوله دې پرانستل شي

باغي ټي وي رپورټ
په پایه تخت کابل کښې د افغانستان بیله بیلو سیمو زده کوونکو د افغان حکومت او د پاکستان حکومت نه غوښته وکړه چې د تورخم پوله دې ددوی لپاره پرانستل شي چې دوی وکولې شي پاکستان ته لاړ شي او خپلې زده کړې پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د لوړو زده کړو اداره ،هاییر ایجوکیشن آف پاکستان یو شمیر افغان زده کوونکو د علامه اقبال سکالرشپ په ذریعه د پاکستان په بیله بیلو پوهنتونونو کښې د زده کړو لپاره داخله ورکړې دې، د تورخم سرچینو مطابق تر ۳۵۰ پورې افغان زده کوونکې پاکستان ته راداخل شوي دي .
په کابل کښې د افغان زده کوونکو وینا وه چې دوی له دې زر د تورخم لارې پاکستان ته د داخلیدو اجازت ورکړې شي چې دوی پاکستان ته لاړ شي او خپلې زده کړې پیل کړي. یاده دې وی چې پاکستان هغه هیواد دې چې هرکال په ګنر شمیر افغان زده کوونکو د د علامه اقبال سکالرشپ په ذریعه د پاکستان په اسلام آباد، پیښور او لاهور کښې د لوړو زده کړو لپاره داخله ورکوي.
تراوسه پورې په زرګونو افغان زده کوونکو په پاکستان کښې لوړې زده کړې کړي او او نن په افغانستان کښې د خپل هیواد او افغان اولس خدمت کوي.
https://twitter.com/Natsecjeff/status/1447187376661573633






