د افغان دولت د روغتیا وزیر قطر هیواد کې د یاد هیواد سرې میاشتې، قطر فنډ او نورو ادارو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړی.

د افغان دولت د روغتیا وزیر قطر هیواد کې د یاد هیواد سرې میاشتې، قطر فنډ او نورو ادارو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړی.
23 پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت وزیر ډاکټر قلندر عباد قطر هيواد ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په دوحه کې د قطر د سرې میاشتې ، Qatar Fund for Development او Qatar Charity له مسؤولینو سره لیدنې تر سره کړې.
په دې لیدنو کې د هيواد په ۳۰۰ ولسوالیو کی د ۳۰۰ عمومي روغتونو یا General Hospital جوړولو باندې بحث تر سره شو چې دا روغتونونه به د نورو ابتدایي خدماتو تر څنګ د ماشومانو د ناروغیو د درملنې، د میندو ، نارینه او ښځینه ناروغانو د ناروغیو د درملنې اسانتیاوې، او د جراحي خدمات ولري.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د شاوخوا ۴۰۰ ولسوالیو څخه یواځې ۹۰ ولسوالۍ روغتونونه لري او پاتې نورې ولسوالۍ روغتونونه نه لري.
د دې تر څنګ په مجلس کې د روغتیایی پرسونل د ظرفیت لوړونې په اړه يادونه وشوه تر څو نوموړي ارګانونه د عامې روغتیا د برخې سره همکاري وکړي.
د قطر چيريټي بنسټ امادګي وښوده چې دوۍ به په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي او په همدې نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې خپل دفتر پرانیزی.
همدا راز Qatar Fund for Development Countries
هم د ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ چی په واسطه به یې یو شمیر افغان ډاکټرانو ته قطر او یو شمیر نورو هیوادو کې د تخصصي او لنډ مهاله برنامو زمينه برابره شي.
اړوند موضوعات
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د قطر د روغتیا له وزیرې سره پر روغتیایي وضعیت خبرې کړي.
د قطر سرې میاشتې سکرتر جنرال د روغتیا په برخه کې د خپلو همکاریو په دوام ټینګار وکړ او و یې ویل چې نږدې راتلونکي کې به ۱۷ میلیونه ډالر د دوو شفاخانو د تمویل په موخه د ICRC له طریقه مرسته تر سره کړي.






