د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د قطر د روغتیا له وزیرې سره پر روغتیایي وضعیت خبرې کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د قطر د روغتیا له وزیرې سره پر روغتیایي وضعیت خبرې کړي.
22 مارچ چهارشنبه 2023
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د قطر د روغتیا له وزیرې ډاکټر حنان محمد الکواري سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد د قطر له روغتیا وزیرې، ډاکټر حنان محمد الکواري سره په سپینو ساحو کې د روغتونونو جوړولو، د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، او د یو هوکړه لیک پر اساس په Hamad Medical Complex کې د افغانستان روغتیايي پرسونل ته د قطر د تخصص د پروګرام مطابق د معیاري تخصصي برنامې پر ترتیب کولو بحث او خبرې وکړې.
اړوند موضوعات
د افغان دولت د عامې روغتیا وزیر قطر کې د علماؤ نړیوالې ټولنې له سکرتر جنرال سره لیدلي.
د قطر د عامې روغتیا وزیرې د دوه اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې د افغانستان روغتیايي پرسونل د تربیې او په لنډمهاله معیاري تخصصي برنامو کې د جذب او روزلو لپاره به د دواړه لوریو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک کړل شي.






