د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه وئيلي دي چې د نرخونو کنټرول لپاره آرډيننس منظور کړی شوی دی

باغي ټي وی رپورټ
کراچۍ: د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه وئيلي دي چې د نرخونو کنټرول لپاره آرډيننس منظور کړی شوی دی.
کراچۍ کې د مزار قائد د زیارت په موقع ميډيا سره خبرو کې د سندهـ وزيراعلي وويل مشکلات شته خو انشاالله مونږ به په ګډه دغه مشکلاتو ته قابو کوؤ.
هغه وويل دا مهال مونږ سره يووالي ته اړتيا ده، يو ځل بيا ترهګر هڅه کوي چې دغه هيواد ته زيان ورسوي، زمونږ حکومت، پوليس، رينجر، پوځ او استخبارات په ګډه کار کوي، ددوؤ مذهبي شخصيتونو دوژنې دڅرنګوالي په اړه خپل ځان څاري. وزيراعلي وويل په ټول سنده کې دچټک بازارونه لگول کيږي، دصوبې په هر تحصيل اؤ هر ښار کې دکچه بازارونه لگول کيږي، کوم آرډيننس پاس شوى چې د نرخونو په کنټرول کې مرسته کوي، دغه آرډيننس هم پاس کړل شي. د سند اسمبلۍ لخوا






