د پنجاب نګران اطلاعاتو وزير عامر مير ويلي دي چې د عمران خان پر کور د چاپې په اړه معلومات نه لرو

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: د پنجاب نګران اطلاعاتو وزير عامر مير ويلي دي چې د عمران خان پر کور د چاپې په اړه معلومات نه لرو.
د جيو نيوز پروګرام نن له شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې عامر مير اوويل چې عمران خان د دې تورونو په آڑ کښې له عدالتونو نه استثنیٰ غواړي، د زمان پارک د نوګو ايريا حيثيت بحالول غواړي، که په آئي جي باندې اعتماد لري نو که نه؟ بیا ولې د پولیسو امنیت ته ناست دي؟
ده ووئيل مونږ ته د عمران خان په كور د چاپې په اړه هيڅ معلومات نشته، دا يوه کيسه ده چې هغه جوړه كړې ده۔






