د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ځانګړو قطعاتو عمومي قومندانۍ نظامي روزنې څخه ۴۰۰ تنه فارغ شوي.
د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ځانګړو قطعاتو عمومي قومندانۍ نظامي روزنې څخه ۴۰۰ تنه فارغ شوي.
22 مارچ چهارشنبه 2023
د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د عمومي قومندانۍ له تعليمي دورې څخه ۴۰۰ تنه د شرعي، نظامي او تربیوي ځانګړو زده کړو له پای ته رسولو وروسته بريالي فارغ شول.
ددې فراغت په مناسبت ترتیب شوې غونډه کې د کورنيو چارو وزارت اداري معین مولوی نور جلال جلالي، د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالحق همکار او ګڼو نورو قدرمنو مېلمنو ګډون درلود.
راغلو مشرانو یادو فارغینو ته د فراغت مبارکي ورکړه او دوی یې خپلو راتلونکو سپېڅلو او درنو مسئولیتونو ته لا متوجه کړل.د غونډې په پای کې فارغينو ته د فراغت سندونه او ستاينليکونه هم وویشل شول.
اړوند موضوعات
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر کندهار کې د پولیسو د ښوونیز مرکز فراغت غونډه کې ګډون ترسره کړی.
د یادولو وړه ده چې د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د پولیسو د ځانګړو قطعاتو روزنه، تجهیز او تنظیم په خورا چټکۍ او منظمه توګه روان دی او دا مهال د پلازمینې په ګډون په ټولو ولایاتو کې د ځانګړو پولیسو قطعات فعال او چمتو دي.