د طالبانو حکومت په افغانستان کې د چرسو په کښت بندیز ولګاوه

باغی ټی وی رپورټ
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د چرسو په کښت بندیز ولګاوه.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د یکشنبې په ورځ د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په رسمي توګه په هېواد کې د چرسو پر کښت د بندیز امر صادر کړ.
په حکم کې راغلي چې په هېواد کې د چرسو کښت منع دی، که له حکم څخه سرغړونه وشي، د چرس کښت به له منځه یوړل شي او سرغړونکي ته به د شرعي احکامو مطابق سزا ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې د چرسو ډېر حاصلات د بزګرانو له خوا کرل کېږي، چې له همدې امله افغانستان په ۲۰۱۰ کال کې د چرسو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد شو.





