د وزيراعظم دفتر د امريكې ډيموكرېټك پارټۍ له مشر او د كانګرس غړي ډاكټر آصف محمود سره په ټيلي فون رابطه وكړه او د پاكستان د سياسي صورتحال په اړه يې په ورستيو څرګندونو اندېښنه څرګنده كړه

باغی ټی وی رپورټ
د وزيراعظم دفتر د امريكې ډيموكرېټك پارټۍ له مشر او د كانګرس غړي ډاكټر آصف محمود سره په ټيلي فون رابطه وكړه او د پاكستان د سياسي صورتحال په اړه يې په ورستيو څرګندونو اندېښنه څرګنده كړه.
دسرچينو ترمخه د کانگريس غړي سره دټيليفوني خبرو په مهال وزيراعظم دډاکټر اصف محمود په بيانونو خواشيني ښودلې اؤ وئيلي يې دي چې پاکستان په سخت وخت کې تير دى، دا مهال ستاسو په شان ملګرو ته ضرورت دى.
دامريكا کانګريس غړي ډاكټر آصف محمود وزيراعظم سره دټيليفوني خبرو په مهال وويل زما كار او ملګرتيا يوازې له پاكستان سره ده، زه به دپاكستان دښه والي او دبشري حقونو لپاره كار ته دوام وركوم.
بل لوري ته د پيپلز ګوند غړې فريال تالپور هم د ډاکټر اصف سره د تماس په مهال په دې څرګندونو خواشيني ښودلې ده.
ياده دې وي چې ډاکټر اصف څو ورځې وړاندې له امريکايي پلاوي سره پاکستان ته راغلى و، چې پاکستان ته يې د خپل سفر پر مهال له پخواني لومړي وزير او د پاکستان د تحريک انصاف له مشر عمران خان سره هم وليدل.






