د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د سټاف لیول تړون لپاره د پاکستان پر اتومي اثاثو د هر ډول شرط لګول رد کړي دي

باغی ټی وی رپورټ
د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د سټاف لیول تړون لپاره د پاکستان پر اتومي اثاثو د هر ډول شرط لګول رد کړي دي.
د پاکستان لپاره د IMF استازې ایسټر پریز په خپل بیان کې ویلي دي چې د پاکستان د اتومي پروګرام په اړه په اټکلونو کې هیڅ حقیقت نشته.
ایسټر پریز وویل چې د ای ایم ایف او پاکستان تر منځ په کوم تړون کې د اتومي پروګرام په اړه خبرې نه دي شوي، له پاکستان سره خبرې یوازې پر اقتصادي تګلارې روانې دي.
هغه وويل پاکستان سره داقتصادي ستونزو دحل اؤ دپيسو د توازن په خاطر خبرې اترې روانې دي اؤ دخبرو اترو تمرکز داقتصادي اؤ مالي ثبات راوستل دي.
تر دې مخکې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مایکل کوریلا ویلي وو چې امریکا د پاکستان له اټومي پروګرام راضي ده.
امریکايي جنرال مایکل ای کوریلاکا د ولسي جرګې د وسله والو خدماتو کمیټې ته د وینا پر مهال وویل چې پاکستان دا مهال له بودجې، اقتصادي ستونزو او سیاسي کړکېچ سره مخ دی.
جنرال مایکل کوریلا دا هم وویل چې پاکستان هم د ترهگرۍ له ننګونو سره مخ دی، د اوربند له ختمیدو وروسته په پاکستان کې د ټي ټي پي حملې زیاتیږي.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار د سېنېټ په غونډه کې د وينا پر مهال ويلي و، چې د هېواد ملي ګټې بايد خوندي وساتل شي، د اتومي يا ميزاييلو پر پروګرام به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي او هېڅوک د دې حق نه لري. پاکستان ته ووایه چې څه وکړي.د رینج توغندي یا اټومي وسلې.





