د ازبکستان او ملګرو ملتونو چارواکو د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په اړه خبرې وکړې

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په منځنۍ اسیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر تاشکند نه یوازې افغانستان بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته د بشري مرستو د لېږلو په برخه کې د رامنځته شویو شرایطو له امله مننه کړې ده.
ازبکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تر دې مخکې هوکړه کړې وه چې د ازبکستان په سوېل کې پروت د سروخندریا په ځنګله کې افغان کډوال په کار ګوماري. د دې پروژې موخه د بشري اړتیاوو پوره کول دي.
(2023 / 3 / 20 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
د ازبکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر غیرت فدزیلوف او په منځنۍ اسیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر هانس شودر سره وکتل. ازبکستان وايي، دواړو خواوو د ترمیز ښار د ترانسپورتي مرکز په ګډون د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کې همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په منځنۍ اسیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر تاشکند نه یوازې افغانستان بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته د بشري مرستو د لېږلو په برخه کې د رامنځته شویو شرایطو له امله مننه کړې ده.
اړوند موضوعات:
د ازبکستان هیواد د بشري مرستو جوپه د افغانستان بلخ ولایت ته رارسیدلی.