سهیل شاهین وایي چې ټولشموله حکومت جوړوو؛ خو د چا فرمایشونه نه منو

0
91

سهیل شاهین وایي چې ټولشموله حکومت جوړوو؛ خو د چا فرمایشونه نه منو

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند او غړي سهسل شاهین ویلي چې د ا.ا.ا آماده دی چې ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي؛ خو د چا فرمایشونه نشي منلی.

 

 

(2021 / 10 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند او غړي سهسل شاهین ویلي چې د ا.ا.ا آماده دی چې ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي؛ خو د چا فرمایشونه نشي منلی.

نوموړي زیاته کړې چې نړیواله ټولنه هم باید د افغانانو غوښتنو ته درناوی وکړي، سکای نیوز د الجزیرې ټلویزیون له قوله ویلي چې ټاکل شوې د ا.ا.ا لوړ پوړي چارواکي او د امریکا لوړ پوړي چارواکي چې اوس دواړه قطر کې په خبرو سره بوخت دي په همدې موضوع خبرې وکړي.

سهیل شاهین دا خبرې په داسې مهال کوي چې دوی (طالبانو) کابینه اعلان کړې؛ خو پۀ کور دننه او بهر له مخالفتونو سره مخ شوې او ویل شوي چې د طالبانو اعلان کړل شوې کابینه ټولشموله نده.

د ټولشمولې او پراخ بنسټې کابینې جوړول د نړیوالې ټولنې یو اساسي شرط دی پر طالبانو چې د نۀ عملي کېدلو په صورت کې به ئې نړیواله ټولنه د ا.ا.ا پۀ رسمیت ونۀ پېژني.

Leave a reply