د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د نورو هېوادونو لخوا ورکړل شوې ډالۍ د ریکارډ برخه نه وې

0
47

باغي ټی وی رپورټ
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د نورو هېوادونو لخوا ورکړل شوې ډالۍ د ریکارډ برخه نه وې.

راپور د دیموکراتانو لخوا د ایوان احتساب کمیټې ته سپارل شوی و.

د بهرنیو رسنیو له مخې د ډیموکراټانو په راپور کې ویل شوي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال سپینې ماڼۍ د دوه نیم ملیون ډالرو په ارزښت له ۱۰۰ څخه زیاتې ډالۍ د ریکارډ برخه نه وه جوړه کړې.

راپور کې ویل شوي چې دا ډالۍ ټرمپ، د هغه مېرمن میلانیا، د ټرمپ لور ایوانکا او د ټرمپ زوم کوشنر ته ورکړل شوې وې او وروسته حکومت ته وسپارل شوې خو د امریکا د قانون له مخې نه دي افشا شوي.

Leave a reply