د خېبرپښتونخوا نګران کابينې د پيښور بي آر ټي کښې د کرپشن د مقدمې د بيا پرانستلو فيصله کړې ده

باغی ټی وی رپورټ
پېښور: د خېبرپښتونخوا نګران کابينې د پيښور بي آر ټي کښې د کرپشن د مقدمې د بيا پرانستلو فيصله کړې ده۔
دسرچينو ترمخه دکابينې په غونډه کې فيصله شوې ده چې بي آر ټي پيښور کې دکرپشن دکيس دبيا پرانستلو لپاره به دنيب اؤ ايف آئي اے سره رابطه کيږي. له بلې خوا په دې غونډه کې د ټولنیزو رسنیو د هغو کسانو په اړه هم خبرې وشوې چې هره میاشت ۲۵ زره معاش اخلي.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې څرګنده شوه چې د پېښور بي آر ټي لګښتونه زيات او عايد يې کم دي.
په اسنادو کې ویل شوي چې په دوه کلونو کې بي آر ټي پيښور ته د ۶ اربه ۳۵ کروړه روپو نه زیات تاوان رسیدلی، په ۲۰۲۱-۲۲ کال کې بي آر ټي د یو ارب ۵۳۹ میلیونه روپو عايد درلود په داسې حال کې چې لګښتونه يې ۴ ارب ۵۰ کروړه روپۍ وو.






