آئي جي پنجاب عثمان انور وئيلي دي چې د ظل شاه د وژنې ذمه وارو دوه کسانو د مجسټرېټ په وړاندې اعتراف کړی دی

0
204

باغي ټی وی رپورټ

لاهور: آئي جي پنجاب عثمان انور وئيلي دي چې د ظل شاه د وژنې ذمه وارو دوه کسانو د مجسټرېټ په وړاندې اعتراف کړی دی.

د پنجاب آئي جی ډاکټر عثمان انور د اطلاعاتو نگران وزیر عامر میر سره په لاهور کښې د یو پریس کانفرنس په مهال وویل چې په زمان پارک کښې وسله والو په پولیسو حمله وکړه، د رېنجرز په ګاډی یې ډزې وکړې او د زنانه ایس پی په لور یې ډبرې وویشتلې.

هغه وويل زمان پارک ته دبې ځايه کولو هڅه شوې، ډزې کول ډير اسان دي خو زړورتيا دا نۀ ده چې ډزې وکړو.

آئي جي پنجاب وئيلي دي چي د پوليس ټيم چي زمان پارک ته تللي وو ورسره وسله نه وه او حتی د پوليس اعلي افسران هم غير مسلح وو۔

ډاکټر عثمان انور زياته کړه چې د ذولشاه د وژنې ذمه واري دوه کسانو د مجسټرېټ په وړاندې د خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

په دې موقع د اطلاعاتو نگران وزير عامر مير اووېل چې کله د اسلام آباد هائي کورټ په حکم د عمل کولو فيصله شوې نو په څو ساعتونو کښې به دا کار کولے شي۔

Leave a reply